صالح حکمتیار ته: ۴۰ کاله جګړو، بغاوتونو، دسیسو او قتلونو ارګ ته ونه رسولې، سیاسي ټوکه دې کړي

comments 0

هندوکش ــ کابل: د اسلامي حزب مشر تیره ورځ په خپلو څرګندونو کې دولت و ننګاوه که يې غوښتنې ونه منل سي لاریونونه به وکړي او ارګ به محاصره کړي چې له نورو غبرګونونو سره سره د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح هم ورته ځواب ورکړی.
د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح پرخپله فېسبوک پاڼه کې د حکمتیار پرونۍ څرګندونې سیاسي ټوکې بللي.
هغه وايي، ۴۰ کاله جګړو، بغاوتونو، دسیسو او قتلونو هغه ارګ ته و نه رساوه، خو ملي بیرغ ته احترام هغه ارګ ته داخل کړ، خو هغه دا هرڅه ضایع کړل.
امرالله صالح د ګل بدین خبرو ته په ځواب کې ویلي چې ټوکې مه کوه وسلې په قاچاقي نه بلکې، په قانوني ډول يې اختسلای سو د نوموړي په خبره چې ګل بدین له تیرو څلویښتو کلونو را په دې خوا هرې خواته لاس اچولی ترڅو ځان تر ارګه ورسوي خو لاهم رسیدلی نه دی.
هغه د ګل بدین دا ادعا چې دولت په قاچاقي ډول سره وسلې راوړي وویل چې دوی په ښکاره ډول سره وسلې رانیول سي ځکه نو اړتیا نسته چې په پټه سره دا کار وکړی.
د ګل بدین حکمتیار له خبرو وروسته د ارګ په ګډون په افغانستان کې یو شمېر نورو سیاسونو او د ټولنیزو رسنیو کاروونکو هم غبرګون ښودلی او ګل بدین حکمتیار يې ګرم ګڼلی.
ګل بدین ویلي که یې دولت د ورسره سوې هوکړې له مخې غوښتنې و نه مني نو لاریونونه به وکړي ارګ به محاصره کړي او هغه مفصد چارواکي چې اوس پر چوکیو ناست دي د ندې پرېښودلو ته اړ کړي.
د ګل بدین حکمتیا له توندو څرګندونو وروسته ارګ هم غبرګون وښود له دې سره سره د افغانستان د جمعیت ګوند اجرایوي مشر عطامحمد نور د ګل بدین د خبرو په هکله وویل چې، د حکمتیار څرګندونې د هغه عقده، بې وزلي او داخلي بدبختي د اوج ښکارندويي کوي له دې سره تر خوا د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح هم ورته ویلي چې ټوکي مه کوه.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments