شېرزداو کې طالبانو خپلمنځي نښته کړې

comments 0

هندوکش – ننگرهار: راپورونه وايي، تېره ورځ ناوخته د ننګرهار ولایت شیرزادو ولسوالۍ کې طالبانو خپلمنځي نښته کړې چې یو مهم سرګروپ پکې وژل شوی دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼي وايي، د شېرزادو په مرکېخېلو سیمه کې طالبانو له لفظي شخړې وروسته پر یوبل ډزې کړي چې د محمد الله په نوم یو سرګروپ پکې وژل شوی دی.
د یو بل خبر له مخې د غني خیلو ولسوالۍ په سیاه چوب سیمه کې د هجرت الله افرید په نوم د وسله والو طالبانو یو سیمه ییز قوماندان د ماین جوړونې پر مهال د خپل ماین په چاودنه کې سخت ټپي شوی دی .
د ننګرهار د والي ویاند وایي، هجرت الله افریدي ماین په سړک خښوو چې چاودنه یې پرې کړې او سخت ټپي دی.
فرهاد شهرانی

Comments

Leave a Reply