شېرزادو کې چاڼیز عملیات؛ ۵ وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

comments 0

هندوکش ـ ننګرهار: افغان کومانډو ځواکونو ننګرهار کې پر طالبانو عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې د یادې ډلې ۵ تنو ته مرګ ژوبله اړولې.
د ځانګړو کومانډو ځواکونو له قول اردو څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې یاد عملیات د ننګرهار د شېرزادو ولسوالي په نشور خېلو سېمو کې ترسره شوي، چې په نتیجه کې یې ۲ طالبان وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي.
باید یاده شي، چې له نږدې څلورو میاشتو راپه دېخوا د ننګرهار په خوږیاڼو، شېرزادو او یو شمېر هغو ولسوالیو، چې طالبان په کې استوګن دي، د افغان ځواکونو له لوري سخت چاڼیز عملیات پیل شوي او یاده ډله له خپلو پاټکونو تېښتې ته اړ کړل شوې ده.
فرهاد شهراني

Comments