شیرزادو کې ۲۷ طالبان وژل شوي

comments 0

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار په شیرزادو ولسوالۍ کې د طالبانو ډله ییز بریدونه د اوه ویشت وسله والو په وژل کیدو پای ته ورسیدل.
ننګرهار ولایت مقام وایي، طالبانو تیره شپه د ولسوالۍ پر مقام ډله ییز بریدونه په دوه لویو موټر بمونو پیل کړل.
د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر لیکلي، د افغان ځواکونو ځوابي برید کې اوه ویشت طالبان وژل شوي او دوه دیرش نور ټپیان دي.
سرچېنې د طالبانو برید کې د دوو امنیتي ځواکونو د شهید کیدو او اتو نورو د ټپي کیدو خبر ورکړی چې د دوو تنو وضعیت یې نازک ښودلی دی.
طالبانو د الفتح عملیاتو سره یو ځای بریدونو کې سخته مرګ ژوبله لیدلې او ډيرو سیمو کې د جګړې میدان کې یواځې جسدونه پاتې دي.
فرهاد شهراني

Comments