شپې کې د خوب نه راتلو لاملونه!

comments 0

0 Views

شپې کې د خوب نه راتلو لاملونه!

د انګلستان په يوه طبي پوهنتون کې يوې نوې څېړنې ثابته کړې، چې د بې خوبۍ ستونزه يوازې د پرمختللو هېوادنو ستونزه نه ده، بلکې د پرمختګ پر لور هېوادونو کې هم ورځ تر بلې په ډېره چټکۍ سره خپرېږي.
د نړۍ پوه ډاکټران وروسته تر زیاتو پلټنو داسي پایلې ته رسېدلياو وایي ، دا لاندي عوامل د بې خوبي سبب کېدای شي :
1. د انترنت زیات او بې وخته ، په خاصه توګه د شپې له خوا زیات استعمالول
2. ډیر توند او ګرم لمر کي زیات ګرځیدل
3. بې اړتیا د سر درد درمل لکه پارا سیتامول (پرستامول) او اسپرین په زیاته اندازه کارول
4. زیات روحي او سیکالوژي فشارونه ، په کورنیو مسلو کي زیات فکر کول
5. د خوښي او سات تیري په شپو کي زیات ویښ پاته کېدل
6. له عادت نه لیري کله په روښنایي او کله په تاریکه کي ویده کیدل
7. د ذکام او ستړیا په وخت کي استراحت نه کول
8. زیات الکول او نشیه یي توکي کارول
9. په ناآ رامه ځای کي لکه د سړک د غاړي کوراستوګنه ، د ګڼي ګوڼي په شاوخوا کي کار کول
10. په نا بلده ځایونو کي لکه هوټل ، پردی کور ، موټر د اوبو غاړه کي خوب کول

Share this page to Telegram

Comments