شپږ وسله وال طالبان فراه کې وژل شوي دي

comments 0

ملي امنیتي ځواکونو او د وسله والو طالبانو تر منځ په تازه نښته کې شپږ وسله وال طالبان وژل شوي، یاد ولایت کې د دوهمې پلې لوا مطبوعاتي مسوول حشمت الله احمدي وايي، وسله والو طالبانو غوښتل چې د فراه مرکز اړوند شمالګاه په سیمه کې ملي اردو پر پوستو وسله واله نښته او موټر بم برید سره کړي خوموټر بم له چاودیدو وړاندې له امنیتي ځواکونو لخوا پېژندل شوی او برید یې ورباندې کړی.
احمدي وايي، په یاده نښه کې شپږ طالبان وژل شوي او موټر بم یې هم له منځه تللی دی.

Comments