شهلا: د ټاکنو هیڅ تضمین نشته

comments 0

هندوکش – کابل: ولسي جرګې د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې او تذکرو د وېش ټکنی بهیر ته په کتو د راتلونکو ټاکنو په تړاو جدي انديښنه وښوده.
د ولسي جرګې عمومي غونډې ته چې د ټاکنو کمېسیون دارلانشاء سرپرسته شهلا حق او د نفوسو د احوالو د ثبت ادارې ریس همایون محتاط وربللې شوي وو، وکیلانو یې په خبرو باور ونه کړ.
د ټاکنو کمېسیون د دارلانشاء سرپرستې شهلا حق اعتراف وکړ چې د افغانستان شرایطو ته په کتو د میعاري ټاکنو تضمین نه شي کېدای.
میرمن حق وایي، ناامني او زور واکي هغه عمده ستونزې دي چې د ټاکنو پروسه یې له ګواښ سره مخ کړې او دوی دا تضمین نه شي کولای چې راتلونکي ټاکنې به رڼې او سرتاسري وي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments