شهزاد محمدي له دو لوبو وروسته بي پي ایل کې ښه وځلید

comments 0

هندوکش – بنګلدیش: افغان ویکټ کیپر او تکړه توپ وهونکې د بنګلدیش په تجارتي سیالیو کې وروسته له دوو لوبو ښه وځلید او 46 چټکې منډې جوری کړې.
تیره ورځ بنګله دېش غوره لیګ یا (BPL) سیالیو په لړکې د محمد شهزاد او نجیب ځدران اړوند چېټاګانګ ویکینګز لوبډلې په څلورو ویکټو کومیلا ویکټورین لوبډلې ته ماتې ورکړه په دې سیالۍ کې پچه چیټا ګانګ لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
کومیلا لوبډلې په ټاکلو شل اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۸۵ منډو هدف کینګز لوبډلې ته کېښود د کومیلا ویکټورینس لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې ایوین لیوس( ۳۸) ایمرل کیاس (۲۴) او تېسارا پرېرا بیا په (۲۶) توپونو چټکې(۷۶) منډې جوړې کړې چې ۸ شپږیزې نوموړي ووهلې.
همدا راز په توپ وهنه کې د ویکینګز لپاره افغان لوبغاړي محمد شهزاد( ۴۶) چټکې منډې همداراز مشفیق الرحیم (۷۵) تېزې منډې جوړې کړې.
د ویکټورینس لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې محمد سیف الدین( ۳) لوبغاړي همداراز مهدي حسن، شاهد افریدي، او تېساره پرېرا یو یو لوبغاړی وسوځوه.
یاده سیالي چېټاګانګ ویکینګز لوبډلې په څلورو ویکټو وګټله.
آرش احساس

Comments