شهرزاد اکبر: طالبانو د عامه تاسیساتو د ورانولو سره د ټول افغانستان د ورانولو په فکر کې دي

comments 0

هندوکش ـ کابل: د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشره په افغانستان کې د تاوتریخوالي او ټولګټو تأسیساتو د ورانولو دوام، د یوه هېواد د ورانولو لپاره جګړه وبلله.
شهرزاد اکبر پرون شنبه (د غبرګولي ۲۹مه) په یوه ټویټ کې وویل، چې د طالبانو لخوا د ټولګټو تاسیساتو د ورانولو، پر اسیرانو ډزې او د ولسوالیو اقتصادي محاصره هغه اعمال دي چې په ښکاره له دیني اساساستو او نړیوالو بشر دوستانه حقوقو سره په ټکر کې دي.
د اغلې اکبر په ، د دغو اعمالو دوام په افغانستان کې د انساني منابعو او د تاسیساتو د بشپړ ورانولو ښکارندویي کوي.
په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو خپره شوه چې ښایي وسلوال طالبان د فراه د اناردرې ولسوالۍ ودانۍ د الله آکبر په نارو ورانه کړه.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments