شمس: د سولې همکاري باور رامنځ ته کوي

comments 0

هندوکش – پاکستان: د سولې او ثبات خبرې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستيو خبرو بنسټ جوړوي.
په پاکستان کې د افغان سفیر مرستیال زردشت شمس ویلي، د وروستیو لیدنو اساسي موخه د تاوتریخوالي کمېدل دي.
شمس وایي، سفیر عمر زاخېلوال پاکستان کې له سیاسي او بانفوذه کسانو سره په همدې موخه ناستې کړي چې له افغانستان سره رښتنې همکاري وشي.
د نوموړي په خبره افغان چارواکو په وروستیو لیدنو کې د تېرو هوکړو د ژر تر ژره عملي کېدو غوښتنه کړې، څو په افغانستان کې تاوتریخوالی کم شي.
پاکستان ته د افغان پلاوي ورتګ موخه همدا یاده شوې چې څنګه کیدای شي د کابل او اسلام اباد اړیکې بیا جوړې شي او پاکستان له افغانستان سره همکاري وکړي.
د شمس په وینا په راتلونکي کې به د افغانستان او پاکستاني چارواکو تر منځ ورته غونډې نورې هم جوړې شي.
تېره اوونۍ د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر په مشرۍ، د ملي امنیت رییس معصوم ستانکزی او د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک تللي و اوهلته یې له پاکستاني چارواکو سره خبرې کړي دي.
دادان وزیری

Comments