شمال کې پرطالبانو مرګوني عملیات شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – بلخ: راپورونه وایي، بلخ او فاریاب کې ۱۶ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې.
شمال کې د شاهین قول اردو له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې تېره شپه د فاریاب ولایت په دولت اباد ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې شپږ طالبان وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان دي.
په خبرپاڼه کې همدا راز راغلي چې د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې هم د پیل شویو عملیاتو په مهال تېره ورځ ۳ طالبان وژل شوي او یو ماین له چاودنې وړاندې شنډ کړای شوی دی.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply