شل اوریزه نوملړ کې نبي عیس خېل مخکې شو

comments 0

هندوکش – کابل: د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي نبي عيسی خيل په شل اوريزه درجه بندۍ کې د الرونډرانو برخه کې دويم مقام ګټلی خو په پاتې نورو برخو کې افغان لوبغاړو مخکې تګ نه دی کړی.
د اعلان شوې درجه بندۍ له مخې د يوه ورځنيو لوبو د توپ اچونکو لومړی مقام راشد خان ګټلی.
د يو ورځنيو لوبو په الرونډرانو کې نبي عيسی خيل دوېم مقام او راشد خان اوم مقام ګټلی.
د شل اوريزو لوبو د بالرانو لومړۍ ليکه راشد خان او نبي عيسی خيل په لسم مقام کې دی.
او د شل اوريزو لوبو په الرونډرانو کې نبي عيسی خيل دوېم مقام او سميع الله شينواری لسم مقام لري.
آرش احساس

Comments