شلو ولایتونو کې د رأیو بیاشمېرنه نن پیل نه شوه

comments 0

هندوکش ــ کابل: د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسون وايي چې په شلو ولایتونو کې د راییو د بیاشمېرني د بهیر پيل وځنډول شو.
د انتخاباتي شکایتونو کمېسون تېره اونۍ وویل چې دا بهیر به نن شنبه د جنورۍ ۱۱مه پیل کېږي.
خو د ټاکنو د خپلواک کمېسون ویاند، عبدالعزیز ابراهیمي وویل چې دوی د هغو مرکزونو په اړه چې د رأیو د بیاشمېرلو لپاره په نښه شوي، وضاحت غوښتی او کله چې معلومات ورته وسپارل شي، دا بهیر پيلوي.
ښاغلي ابراهیمي وویل: “د ټاکنو خپلواک کمېسون په عمومي ډول متعهد دی چې د افغانستان د جمهوري ریاست د ټاکنو پروسې ته د پای ټکی کېږدي او د انتخاباتي شکایتونو له کمېسیون سره د قوانینو او اصولو په چوکاټ کې همکاري وکړي.”
د افغانستان د جمهوري ریاسټ ټاکنې د میزان په ۶مه نېټه ترسره شوې.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments