شـــنه اسمان ته ګورم/ ښایسته سعادت لامع

comments 0

شنه آسمان ته گورم. سینه یی څومره پراخه ده! څوک پکې هیلې او څوک هم پکې یأس گوري. ځیني پخپله هسکه غیږه کې د تلپاتې مینې په نور تودوي او د ځینو نورو دپاره د یوازیتوب د تنگو او کنگلو درو د لارې یاد تازه کوي.
شنه آسمان ته گورم. په نړۍ کې انسان د خپل ژوند د بیلو پړاونو ارمانونه پکې گوري. په ماشوموالي کې پکې پوکڼۍ ښکلې مومو. په پرواز، رنگ په رنگ، ښایسته د لوبو پوکڼۍ! تکې سرې، شنې او ژیړې پوکڼۍ!
تنکي ځوانان بیا د آسمان په شنه پراخه کې د خپلو ځوانو هیلو منزل د کاغذ بادونو په نڅاو کې لټوي. ځیني د نورو مزیو په پرې کولو، لوړه غاړه، خپل ارمان ته رسي. خو ځینې نور پرې شوي زړونه پکې سر ځوړنده دمه دمه راپرځي.
او پاخه، پاخه خو بیا همدا آسمان د تیر ژوند او تیرو تجربو هنداره بولي. ځینې یی سر اوچتوي او د خپل بشپړ ژوند شکر په دعا ادا کوي او د همدې آسمان لاندې ځینې نور، د شهیدو او نابشپړوهیلو په یاد، پاس په کتو، د ځیگر تاوده اسویلي وراستوي.
خو زما په جگړه ځپلې خاوره کې ماشومان، ځوانان او پاخه، ټول د ژوند په هر پړاو کې، د جنگي الوتکو د ویر له ډاره د سولې د شینکي سهار د باد په ارمان، د تورو لوگیو، خړ آسمان ته په ویره گوري او وایي ستا په غیږ کې د وسپنیزو ظالمو الوتکو پرځای د سپینو کفترو پراخ وزرونه رپانده غواړو!
بس دی نور اي خدایه! پخپل زور، له آسمانه د جنگ د بمونو دا اور، د سولې د باران په څاڅکو مړ کړه!
ښایسته سعادت لامع

Comments