شاه ولي کوټ کې طالبان نیول شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – کندهار: د کندهار په شاه وليکوټ ولسوالۍ کې یو وسله وال وژل شوی او لس نور نيول شوي دي.
د کندهار د امنيې قوماندانۍ ویاند ضیا درانی وايي، تېره شپه افغان ځانګړو ځواکونو د شاه وليکوټ ولسوالۍ په “سوزني” کلي کې عملیات تر سره کړي، چې په پایله کې يې یو وسله وال وژل شوی او لس نور نيول شوي دي.
د دراني په خبره په دغو عملیاتو کې د وسله والو یو موټر، پنځه موټرسایکلونه او یوه اندازه وسلې هم د افغان ځانګړو ځواکونو له لورې له منځه وړل شوي دي.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply