شاه ولي کوټ او خاکریز کې طالبان مات شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – کندهار: د کندهار په شاه وليکوټ او خاکرېز ولسوالیو کې د عملیاتو او جګړې پر مهال وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا درانی وايي، تېره شپه ملي پولیسو او ملي اردو ګډو ځواکونو د شاه وليکوټ ولسوالۍ په “عرب، نغل او نالي” سيمو کې عملیات کړي دي، چې پر مهال يې دوه وسله وال وژل شوي او یو شمېر سپکې او درنې وسلې هم د ګډو ځواکونو لاسته ورغلي دي.
درانی همدا ډول د کندهار په خاکرېز ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالب وسله والو تر منځ د څو ساعته جګړې خبر ورکوي.
هغه وايي تېره شپه طالب وسله والو د یادې ولسوالۍ په “شترګردن” سيمه کې پر امنيتي پوستو بریدونه کړي، چې د افغان ځواکونو د سخت غبرګون سره مخ شوي دي، او وسله والو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
دراني په دغه جګړه کې وسله والو ته د اوښتې مرګ ژوبلې کره شمېر په اړه څه نه دي ویلي.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply