شاه وليکوټ کې طالبان وژل شوي

comments 0

هندوکش – کندهار: د کندهار د شاولیکوټ ولسوالۍ په سور سحر سیمه کې د پولیسو او وسله والو ترمنځ نښته  شوې.

د کندهار امنیه قوماندان وايي، تېره ورځ پولیسو په دې جګړه کې شپږ وسله وال وژلي او اته نور یې ټپيان کړي.

د کندهار امنیه قومندان تورنجنرال تادین خان وايي، برید کې درې پولیس هم ټپيان شوي چې وضعیت یې د ډاډ وړ دی.

نښتې هغه سیمه کې شوي چې له وسله والو طالبانو سره یو ځای پاکستاني ملیشې هم له افغان ځواکونو سره جګړې کوي.

ننګیالۍ کوهنورد

 

Comments