شاه غازي امان الله خان افغانستان ته څنګه خپلواکي تر لاسه کړه؟

comments 0

هندوکش ــ کابل: د ۱۲۹۸ کال د زمري ۲۸مه، د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستو د اعلان ورځ ده. له نن څخه پوره ۱۰۱ کاله وړاندې پر همدې ورځ د خپلواکۍ د بېرته اخیستو اعلان نه یوازې افغانانو ته ډېر ارزښت درلود بلکې د اسیا ځینو هېوادونو ته هم الهام بخښونکی و.
۱۰۱ کاله مخکې، امان الله خان د زمري پر ۲۸مه د راولپنډۍ د سولې تړون له توشیح کېدو وروسته پر دې ورځ د هېواد ازادي ولمانځله او له افغانانو یې وغوښتل چې تر دې وروسته به دا ورځ د هېواد په تاریخ کې د ملي ورځې په توګه ولمانځي.
افغان تاریخ پوه میر غلام محمد غبار په خپل اثر “افغانستان در مسیر تاریخ”کې لیکي:
“د فبرورۍ پر ۲۴مه، د کابل خلک او د پلازمېنې لښکر د مرادخاني میدان کې راغونډ شوي وو. امیر امان الله خان سپور په داسې حال د خلکو ګڼې ګوڼې ته ننوت، چې توره یې پر ډډې راځړېدله. همدلته یې مشهوره او تاریخي وینا وکړه. هغه د افغانستان بهرنۍ خپلواکي او په هېواد کې د ننه د فردي ازدۍ اعلان وکړ. د برابرۍ، د ولس د ازادۍ، عدالت تامینولو او د نوي دولت د ریښتینولۍ په اړه یې خبرې وکړې. د خلکو له ګڼې ګوڼې د خوښيو او مبارکیو شور او زوږ راپورته شو.”
تاریخ پوه فیض محمد کاتب په خپل اثر سراج التواریخ کې لیکي چې امان الله خان د ۱۲۹۷ کال د کب پر نهمه (۱۹۱۹ فبرورۍ ۲۸مه) په داسې حال کې چې پوځي جامې یې اغوستې وې، د کابل عسکرو او ښاریانو ته وینا وکړه:
“لومړی خپل ټول اصیل ریبښتوني ملت ته اعلان کوم او زېری ورکوم چې ما د افغانیه سلطنت تاج د افغانستان د کورنۍ او بهرنۍ خپلواکۍ او حاکمیت په نوم پر سر کړ.”
نوموړي زیاته کړه:
“زما ګران ولسه! زه دا پوځي جامې تر هغو نه وباسم چې خپل مور وطن ته د خپلواکۍ جامې چمتو نه کړم!”
شاه امان الله د ۱۹۱۹ د اپرېل پر ۱۳مه، د کابل دربار کې په داسې حال کې وینا وکړه، چې د انګلیس سفیر هم په مراسمو کې حاضر و. ډبلیو اډک په خپل کتاب “د افغانستان سیاسي اړیکو تاریخ” کې د دې وینا یوه برخه داسې راخیستې:
“ما خپل ځان او خپل مملکت له کورني او بهرني پلوه بشپړ ازاد او خپلواک اعلان کړ. تر دې وروسته زموږ هېواد، د نړۍ د ټولو دولتونو او قدرتونو په شان ازاد دی او هېڅ ځواک ته د سر د یوه وېښته هومره اجازه نه ورکول کېږي چې د افغانستان په کورنیو او بهرنیو چارو کې لاسوهنه وکړي، او که چا دا کار وکړ، غاړه به یې په دې توره ووهم.”
بیا یې د انګلیسانو سفیر ته مخ ورواړاوه او ویې پوښتل:
“څه مې چې وویل پرې پوه شوې؟”
د انګلیسانو سفیر په احترام او تعظیم ځواب ورکړ: “هو، پوه شوم”.
پدې سره شاه امان الله خان افغانستان د یو خپلواک هېواد په توګه اعلان کړو، د خپلواکۍ دغه اعلان انګرېزانو په اسیايي مستعمرو کې د ازادۍ غوښتونکو حرکتونو لپاره یوه پیلامه وه.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments