شاجوی کې په ملکي وګړو چاودنه شوې

comments 0

هندوکش – زابل: د زابل په شاه جوی ولسوالي کې د سړک غاړې ماین چاودنې څلور مسافر شهیدان کړي او دوه نور یې ټپيان کړي دي.
د شاه جوی ولسوال وزیر محمد جوادي وویل، نن لس بجې د کابل – کندهار پر لویه لار، د شاه جوی ولسوالي اړوند “بازرګاه سيمه” کې د ملکي مسافرو یو سراچه موټر د وسله والو له لورې پر ايښودل شوي ماین ور برابر شو، چې له امله یې څلور مسافرشهیدان شوي او دوه نور ټپیان دي.
دا د کندهار- کابل پر لویه لار د طالبانو له سختې جګړې وروسته لومړنۍ چاودنه ده، چې د ملکي وګړو پر موټر کېږي.
ننګیالۍ کوهنورد

Comments