سیګار: په افغانستان کې اوس هم تر نورو هیوادونو زیات کوکنار کرل کیږي

comments 0

هندوکش – کابل: افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دی، چې د نشه یي توکو کاروبار پکې د نورو هیوادونو په نسبت زیات دی .
د نشه یي توکو کاروبار او بوټو کرل په افغانستان کې وروسته له هغه زیات شو، چې امریکا په افغانستان یرغل وکړ او د زیاتو راپورونو پر بنسټ چې د نشه یي توکو د کاروبار او کرنې په وده کې د امریکا لاس دی.
روسیه هم یو له هغو هیوادونو څخه دی، چې امریکا په افغانستان کې د نشه یي توکو په قاچاق او کاروبار تورنوي.
طالبان هم وخت ناوخت په خپلو رسمي اعلامیو کې په امریکا دا تور پوري کوي، چې د دوی له راتګ سره په هیواد کې د نشه یي توکو کرنه، کاروبار او معتادین زیات شوي دي.
د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د کوکنارو کرل د دوی د مشر “ملا محمد عمر اخوند” د یو فرمان له مخې صفر درجې ته راکوز شول.
تازه د سیګار په یوه راپور کې راغلي، چې اوس هم په افغانستان کې شپږ لکه کسان د نشه یي توکو په کاروبار بوخت دي.
د افغانستان د بیا رغونې او څار ادارې (سیګار) ویلي، چې اوس هم د نورو هیوادونو په پرتله په افغانستان کې د کوکنارو بد بوټی زیات کرل کیږي.
د سیګار په وینا، چې له طالبانو سره د سولې په صورت کې هم ښایي دا ستونزه تر ډیره وخته پوري وغځیږي خو د طالبانو تیر ته په کتو ښایي د سیګار دا اندیښنه غلطه ثابته شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments