سیمه ییز اوسیدونکي: برمل کې وژل شوي کسان ملي دي

comments 0

هندوکش – پکتیکا: د پکتیا امنیه قوماندانې د پنځو طالبانو د وژلو خبر ورکوي، خو ځايي خلک يې عام وګړي بولي
د پکتیکا ولایت امنیتي چارواکي د دې ولایت د برمل ولسوالۍ په مربوطاتو کې د هوايي برید پر مهال د پنځو وسله والو طالبانو د وژلو خبر ورکوي، خو ځايي خلک بیا په برمل او د ارګون په پیرکوتي کې وژل شوي ټول ملکي وګړي یادوي.
د پکتیکا امنیې قوماندانۍ ویاند شاه محمد ارین مېلمه راډیو ته وویل: د برمل اړوند په شنه کلا او زوړ کډي سیمو کې تېر ماښام بې پیلوټه الوتکې د وسله والو یو سراچه موټر په نښه کړی.
سرچینه وايي، په یادو بریدونو کې پنځه وسله وال طالبان وژل شوي د هغوی سراچه موټر او ځينې مهمات هم پکې له منځه تللي دي.
خو د برمل ولسوالۍ ځايي خلک وايي، په عملیاتو کې د ملکي وګړو یو موټر په نښه شوی او وژل شوي پنځه واړه ملکي کسان دي.
د یوه بل خبر له مخې د ارګون ولسوالۍ ځايي خلک وایي، تېره شپه د پیرکوتي په سیمه کې د ګډو ځواکونو په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې څلور ملکي وګړي وژل شوي دي.
د پکتیکا امنیې قوماندانۍ د پیرکوتي د عملیاتو په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.
بل پلو د پکتیکا والي ډاکتر مجیب الرحمن څمکنی وايي، ډېری وخت وسله وال د خلکو له کورونو د سپر په توګه ګټه اخلي او د هغوی له کورونو پر امنیتي سرتېرو بریدونه کوي، نو ځکه هم کله نا کله ملکي وګړو ته له همدې امله زیان رسېږي.
د یادونې وړ ده، چې وسله والو طالبانو تر دې دمه د یادو دواړو پېښو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
عمران احمدزی

Comments