سیلابونو خلک د خوراکي توکو له کمښت سره مخ کړي

comments 0

هندوکش – بلخ: ملګري ملتونه وايي، سیلابونو په افغانستان کې دوه میلیونه خلک د خوراکي توکو له کمښت سره مخامخ کړي دي.
د ملګرو ملتونو د تازه راپور له مخې سېلابونو په لرې پرتو سیمو کې ډېر خلک زیانمن کړي او نږدې یوسلو پنځلس میلیونو ډالرو ته اړتیا ده چې نږدې یو نیم میلیونو کسانو ته مرستې ورسوي.
د دغه راپور له مخې د هرو دریو ولایتونو څخه د دوو ولایتونو خلک سېلابونو ځپلي دي.
د دغه راپور له مخې قطر هوکړه کړې چې دوه میلیونه ډالره به په دې برخه کې مرسته کوي.
سیلابونه اکثره په ختیځو او شمالي ولایتونو کې راوتلي چې د خلکو ځمکې او فصلونه یې خراب کړي او بې ځایه کړي یې دي.
عاطفه مصمم

Comments