سید کرم کې په طالبانو مرګونی برید شوی

comments 0

هندوکش – پکتیا: د پکتیا ولایت مقام څخه خپره شوې خبرپاڼه لیکي چې د غوڅ ملاتړ ماموریت په هوایي بریدونو کې ګڼ شمیر وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د خبرپاڼې په لیکنه بریدونه بیګا ماښام مهال د سیدکرم ولسوالۍ په بوکر سیمه کې د غوڅ ملاتړ ماموریت لخوا ترسره شوي چې یوولس وسله وال طالبان پکې وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
په دغه برید کې د وسله والو سره ګڼ شمېر سپکې او درنې وسلې هم له منځه وړل شوې دي.
په برید کې له وسله والو طالبانو پرته بل چاته کوم زیان نه دی اوښتی.
د یو بل خبر له مخې په همدې وخت د احمدابا ولسوالۍ د وچ غړک په سیمه کې د غوڅ ملاتړ په هوایي برید کې څلور تنه وسله وال مخالفین مړه او دری تنه ټپیان دي.
برید داسې مهال ترسره کېږي، چې د پکتیا په یو شمېر سیمو کې وسله والو مخالفینو ته ګڼ شمېر زیانونه رسیدلي دي.
عمران احمدزې

Comments

Leave a Reply