سید رحمن د جګړې قرباني چې له خوښۍ ګډا کوي

comments 0

هندوکش – کابل: د سید رحمن په نوم یو ماشوم چې د طالبانو له لوري ځای په ځای شوي ماین ترې یوه پښه پرې کړې وه، کابل کې تر درملنې وروسته ورته مصنوعي پښه جوړه شوې چې له خوشحالۍ یې ګډه کړې.
د سیدرحمن هغه ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس شوې چې پنځه کلن سید الرحمن ته ځان له معلولیت وتلی ښکاري او له خوښۍ نڅا کوي.
جګړې د سید الرحمن یوه پښه پرې کړه او اوس په مصنوعي پښه ګرځي.
پنځه کلن سید الرحمن په لوګر کې د وسله‌والو له لوري په خښ شوي ماین معلول شوی دی.
سید رحمن خوښ دی چې درملنه یې وشوه او اوس په مصنوعي پښه باندې ښه ګرځیدلی شي.
د سید الرحمن درملنه سره صلیب روغتون کړې خو هغه د نورو ماشومانو د ژوند ژغورلو لپاره له حکومت او وسله والو طالبانو غوښتي چې سوله وکړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments