سیدکرم کې ۴ طالبان وژل شوي

comments 0

هندوکش – پکتیا: د ملی پولیسو ځانګړو ځواکونو،تیره ورځ، د پکتیا ولایت د سیدکرم ولسوالۍ اړوند سیمه کی ځانګړی عملیات ترسره کړل، چی په ترڅ کي څلورتنه طالبان ووژل شول او یو بل ټپی شوی دی.
عملیاتو کی یو میل پيکا یو میل کلاشینکوف او یو اندازه مهمات د ملی پولیسو لاسته ورغلی دی.
کورنیو چارو وزارت همداراز ادعا کړې ده چې ملی پولیسو ځانګړو ځواکونو د لغمان ولایت د علینګار ولسوالۍ اړوند سیمه کی د یو قومندان په ګډون درې طالبان وژلي دي.
سرچېنه لیکي، عملیاتو کې ځانګړو پولیسو او ملکیانو ته زیان نه دی اوښتی خو طالبانو بیا په دې اړه څه نه دي ویلي.
عمران احمدزې

Comments