سیاف: ځینې بریدونه د تفرقې لپاره کیږي

comments 0

هندوکش – کابل: پخوانی جهادي مشر استاد عبد رب رسول سیاف وایي، افغانستان کې د مذهبي جګړو او د قومونو د پاشلو لپاره لوی پلانونه روان دي او باید خلک یې پروړاندې بیدار اوسي.
استاد سیاف چې شهیدانو اوونۍ په مناسبت جوړې شوې غونډې کې یې خبرې کولې، وروستي بریدونه یې د افغانانو ترمنځ پاشلو ته لمن وهل وبلل چې یو پر بل ووهي.
له دې سره د غونډې نورو ویناوالو هم د افغانانو ترمنځ په یووالي ټینګار وکړ چې ټول باید په دولت کې ځان وګوري.
استاد سیاف هغو هېوادونو ته د انتقام خبرداری ورکړ چې د افغانانو په کارونو کې لاسوهنه کوي.
استاد سیاف پر افغانانو غږ کړی چې د دښمن اهدافو لپاره بیدار اوسي او نباید په ملي یووالي له لاسه ورکړي.
سپوژمی پوپلزی

Comments