سیاسیون له پاکستان سره دي / نوید احمد څرک

comments 0

له هغې ورځې چې قطر کې طالبانو او امریکایانو خبرې پيل کړي، ورسره سم ځینې افغان سیاسیونو د موقت حکومت ډول غاړې ته اچولی او ډنګوي یې.
که څه هم امریکا او طالبانو په ښکاره دا اوازې رد کړي چې په دې تړاو هیڅ خبرې نه دي شوي، خو سیاسیون چې په ولس کې رای نه لري او پوهیږي چې د ټاکنو له لارې واک ته نه شي رسیدلی، د موقت حکومت ډنډورې غږوي.
دا خبرې وروسته له هغې ډيرې شوې، کله چې یو شمېر سیاسیونو په مسکو کې له طالبانو سره ولیدل او په بیلابیلو موضوعاتو یې بحث ورسره وکړ.
خو جالبه دا هغه څه چې پاکستان یې غواړي، همغه سیاسیون هم غواړي، خو له نیکه مرغه افغانان بیداره شوي او هیڅکله نه غواړي چې د موقت حکومت په رامنځ ته کیدو سره یو ځل بیا اولس کاله شاتګ وکړي او بیا یې له سره پيل کړي.
پاکستان کلونه جګړه د همدې لپاره کوي چې څنګه په افغانستان کې نسبي جوړ شوي بنسټونه بیا له منځه یوسي او افغانان یو ځل بیا کورنۍ جګړه کې ښکیل کړي.
پاکستان هیڅکله په افغانستان کې پرمختګونه نه شي زغملی او په دې پوهیږي چې د افغانستان پرمختګ ورته سرخوږی پيدا کولی شي، خو دا چې څنګه یو ځل بیا افغانان په کورنۍ یوه بله جګړه کې ښکیل کړي، دریځ یې ښکاره او واضح دی.
پاکستان کلونه طالبان د جهاد او اشغال په نامه افغانستان کې وجنګول او خپلې ګټې يې پرې خوندي کړې، د پاکستان ګټه همدا ده چې افغانستان په هره برخه کې له پرمختګ راوګرځوي او طالبانو دا کار وکړي، له پوهنې نیولې، بیا تر بیارغونې او صحت برخه کې یې افغانستان ته لوی زیانونه واړول.
هغه څه چې افغانانو په لویه قربانۍ لاس ته راوړي او یا یې غوښتل چې راوړي، طالبانو یې مخه ونیوله او ځینو سیمو کې خو یې بنسټیزې پروژې یا جوړیدو ته پرينښودې او یا یې بیرته ورانې کړلې.
خو تر ټولو جالبه دا چې اوس افغان سیاسیونو هم د پاکستان ډول ګډا پيل کړې او په افغانستان کې د ټاکنو پر ځای موقت حکومت غواړي، هغه څه چې ټول یې د دې وطن لپاره بربادي بولي.
افغانان په تمه دي چې یو ځل بیا د ټاکنو له لارې واک ترلاسه شي، نه دا چې د یو مصلحت او یا جوړجاړي له مخې حکومت رامنځ ته شي چې د پاکستان لاسپوڅی به وي.
دا خبره سمه ده چې هیڅوک جګړه نه غواړي او سولې باندې ټینګار کوي، خو سوله په دې مانا نه چې یوې بلې جګړې ته لاره هواره کړي.
افغان ولسمشر چې په باعزته او پایداره سوله باندې ټینګار کوي، لامل همدا دی چې د سولې پروسه کې هیڅ ډول معامله نه غواړي چې یو بل بحران رامنځ ته کړي.
طالب د سولې پروژه نه ده، دا د جګړې پروژه ده چې هر کله د پاکستان ګټې خوندي شي، طالب به له جګړې هم لاس اخلي او سوله به کوي، خو افغانان به هر څه ومني خو د پاکستان لپاره هر څه ورته سره کرښه ده.

Comments