سیاسي ګوندونه: مشورتي لویه جرګه نمایشي ده

comments 0

هندوکش – کابل: محمد حنیف اتمر تر مشري لاندې او ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند د سولې او اعتدال تیم وایي چې د سولې مشورتي جرګې په تړاو له سیاسي او ولسي جریانونو سره هېڅ ډول مشوره نه ده شوې، د غه جرګه د دې پر ځای چې مشورتي وي تر ډېره د حکومت له خوا نمایشي بڼه لري
د محمد حنیف اتمر رسنیز دفتر او د سولې او اعتدال انتخاباتي ټیم له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د لویې جرګې د سترو موضوعاتو د حل لپاره ګټورې ګڼل کېږي خو د سولې مشورتي جرګه د حکومت په فرمایش جوړېږي.
په خبرپاڼه کې راغلي:« لکه څنګه چې د جرګې له نوم څخه څرګندیږي، د مشورې اصل یې نېغ په نېغه پر موثریت او د هغې پر پایلې اغېز لري. خو د هغې مشورتي جرګې د جوړېدو په اړه چې په دې وروستیو کې د ملي یو والي د حکومت لخوا اعلان شوې ده، په اوسنیو شرایطو کې د دا ډول جرګې د جوړېدو د اړتیا په باب، له مطرحو سیاسي، ملي او ولسي جریانونو سره هېڅ ډول مشوره نه ده شوې. دغه جرګه د دې پرځای چې مشورتي وي، تر ډیره د حکومت لخوا سفارشي بڼه لري.»
خبرپاڼه زیاتوي :« د دغې سفارشي جرګې موخه د خلکو او سیاسي جریانونو لپاره واضح نه ده، همدا راز د دې جرګې د جوړیدو کمېسیون ملي او ټول شموله نه دی او تر څنګ يې د جرګې اجنډا هم مشخصه نه ده. همدا راز د جرګې برخه وال د غوراوي په بڼه د حکومت لخوا انتخابیږي چې د ملي ترکیب واقعي استازولي نه شي کولای.»
د سولې او اعتدال انتخاباتي ټیم وايي چې دوی د دې جرګې جوړېدو ته اندېښمن دي او له سلا مشورو وروسته به ډېر ژر خپل وروستی دریځ اعلان کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments