سکاټ میلر نن په رسمي ډول په افغانستان کې د ناټو ماموریت مشري پیل کړه

comments 0

هندوکش – کابل: جنرال سکاټ ميلر نن په رسمي توګه په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت مشري تر لاسه کوي.
په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت د مشرتابه د تغيير مراسم نن يکشنبه جوړېږي.
د دغه ماموریت په خبرپاڼه کې راغلي چې امريکايي جنرال جان ډبلیو نيکلسن به د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت مشرتابه د نظامي مراسمو پر مهال، یوه بل امريکايي جنرال اسټن سکاټ ميلر ته وسپاري.
د افغانستان دفاع وزارت وايي، دا تغيير هم په افغانستان کې د امريکا د نوي ستراتيژۍ په برخه کې او هم له طالب سخت دريځو سره د سولې په برخه کې موثر وي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments