سږکال له کندهاره؛ د ۸،۸ میلیونه ډالرو په ارزښت انار بهر ته صادر شوي

comments 0

هندوکش – کندهار: سږ کال له کندهاره د ۸،۸ میلیونه ډالرو په ارزښت ۴۱زره ټنه انار بهر ته صادر شوي دي.

د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال عبدالباقي بینا ویلي، که څه هم سږ کال وچکالي وه خو د نورو کلونو په پرتله د انارو حاصلات او صادرات دواړه زیات وو چې د تېر په پرتله څو برابره زیاتوالی ښیي. هغه زیاته کړه، د کندهار باغونو تر ۱۵۰زره ټنه ډېر د انارو حاصل ورکړی چې د ۸،۸ میلیونه ډالرو په ارزښت ۴۱ زره ټنه یې پاکستان، هندوستان او ځینو نورو هېوادونو ته صادر شوي دي.

د نوموړي په خبره، د پاتې انارو يوه اندازه نورو ولايتونو او يا هم بهر ته له راجستر پرته صادر شوي دي. هغه زیاتوي، د انارو ډېره برخه پاکستان او لږه برخه یې هند او متحده عربي اماراتو ته صادر شوي دي.

ننګیالۍ کوهنورد

اخبار خارجی:

Comments