سږکال د اسلام قلعه او تور غونډي له بندرنو صادرات لوړ شوي

comments 0

هندوکش – هرات: تیر کال په پرتله د هرات اسلام قلعه او د تورغندي له بندورونو د صادرات کچه سو برابره ډیره شوې ده.
د یاد ولایت د سوداګرۍ خونې رئیس سعد خطیبی وویل: د اسلام قلعه او تور غونډۍ د بندرونو له لارې په تېرو اتو مېاشتو کې ۳۳۵۶۳ ټنه بېلابېل توکي بهر ته صادر سوي چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله زیاتوالی ښيي.
د نوموړي په وینا، دغو صادراتي توکو د څه باندې ۳۰ مېلیونه ډالره ارزښت درلود.
هغه زیاته کړه د اټکل له مخې به د روان کار تر پایه له هراته نېږدې د ۷۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات ترسره سي.
امیر حسین سلجوقي

Comments

Leave a Reply