سپین ږیری مشر او له کږلیچونو سفر/ نوید احمد څرک

comments 0

یو سپين ږیري مشر له دریو کلونو راهیسې په ځان شپه او ورځ یوه کړې د دې ملت د هوساینې خوبونه رښتیا کوي، د دې ملت ارمانونه پوره کوي، هغه ارمانونه چې له کلونو یې لري، خو د رسیدو لپاره هیلې پرې شوي دي.
سپین ږیری مشر افغانانو ته د افغانستان ارزښت ورپيژني، افغانان له دې خبروي چې زور او زر یې ډير دي خو د زور په ځای استعمال او د زرو سوداګري باید په هنر وشي، زور دې د خپلو پرځآی له بیروني هېوادونو سره و ازمایل شي، زر دې په هنر راوکیندل شي او په هنر دې وکارول شي.
دا مشر د سهار له لمانځه سره سم پاڅیږي، کار پيلوي، ډير کارونه د دې وطن د ابادۍ لپاره کوي، خو خلکو ته نه وایي چې زه دومره ساعتونه کار کووم او دومره دومره خوب، د دې لپاره دا مشر په دې وطن میین دی، دا مشر دا وطن له اوږدمهاله بحرانونو او جګړو ژغوري، دا وطن په ځان بسیا کوي او دا ملت په بل له تکیه خلاصوي، دا وطن نورو هېوادونو ته ورښيي چې د هېوادونو د وصل نقطه ده او په دې وطن کې له ثبات پرته د هیچا ګټې خوندي نه دي او ثبات یې د ټولو په ګټه دی.
دا سپین ږیری مشر چې کلونه یې د هېواد، سیمې اونړۍ په بیلابیلو برخو کې کار کړی، تر هر چا ښه درک لري چې څنګه کولای شي، د پردیو لاسونه له افغانستان لنډ کړي او څنګه کولای شي هغه دسیسې شنډې کړي چې کلونه افغانان خپل منځو کې یو بل سره جګړه کوي او د یو او بل وژنو ته پلمې پیدا کوي.
دا سپين ږیری مشر هره ورځ د هېواد امنیتي او دفاعي وضعیت څېړي او هره ورځ راپورونه ګوري، هر اړخ کې تویه شوې وینه د افغان یادوي او لا ډير دردیږي چې لا ډير کار د سولې او ثبات لپاره کار وکړي، دا مشر په دې هڅه کې دی چې د جګړې دواړه اړخونه چې افغانان دي، د هیڅ یو میرمن دې نه کونډه کیږي، د هیڅ یو پلار ملا دې په زوی نه ماتیږي، د هیڅ مور اوښکې دې د زوی په غم نه تویږي او هيڅ ماشوم دې نه بې پلاره کیږي، دا مشر افغانان د سولې ارمان ته رسوي او په دې لار کې په ټولو سختو کږلیچونو ورځي او هڅه کوي چې ترې تېر شي.
دا سپین ږیری مشر هره ورځ په دې کار کوي چې څنګه هر افغان سهار له کوره ووځي او د شپې ډک لاسونه کور ته راشي، کور ته د ډوډۍ تر څنګ د اړتیا وړ نور توکي هم د ماشومان لپاره راوړي، د کار پيدا کولو لپاره دا مشر لګیا دی هره ورځ د صنعت په پیاوړتیا او سیمه ییزو پروژو په تطبیق باندې کار کوي، په داخلي تولیداتو کار کوي چې څنګه کیدای شي د نورو هېوادونو د تولیداتو له انحصار څخه افغان بازارونه خلاص شي او په کورنیو تولیداتو سره زیات کسان کار پیدا کړي.
دا سپین ږیری کار کوي چې افغانان د نورو هېوادونو سیال کړي، ځکه دا مشر پوهیږي چې افغانان هر څه لري، خو پردیو دسیسو داسې راګیر کړي چې هیڅ پرمختګ ته یې پام نه دی او د افغانستان بقا په جګړه او تاوتریخوالي کې ګوري، خو د دې بدبختیو د له منځه وړلو لپاره دا مشر کله د سیمې هېوادونو، کله د نړۍ هېوادونو او کله په ولایتونو کې ګرځي چې خلک منسجم کړي او د بهرنیو دسیسو افغانان وژغوري.
دې سپین ږیري مشر په نشت امکاناتو او کورنیو جنجالونو سره ـ سره بیا هم د سیمې او نړۍ هېوادونه په دې قانع کړل چې افغانان جګړهنه غواړي او جګړه د افغانانو نه ده بلکې په افغانانو تپل شوې ده.
دا سپین ږیری مشر کارکوي چې د سیمې هېوادونو ګډې ګټې په افغانستان کې رامنځ ته کړي چې په جګړه کې د هر هېواد د زیان برخه مالومه شي او د جګړې پر ځای د افغانستان د ثبات لپاره کار وکړي، دې ارمانونو ته ځینو برخو کې رسیدلي یو او ځینې نورو برخو کې تمه شته چې ژر ده ورسیږي.
خو له دې ټولو سره ـ سره په کور دننه ځینې کړۍ شته چې د دې سپین ږیري پروړاندې لوی ـ لوی خنډونه جوړوي چې څنګه کیدای شي له پرمختګونو یې راوګرځوي، څنګه کیدای شي د ځینو افغانانو پروړاندې یې کمزوری وښيي او څنګه کیدای شي چې په فشارونو پرې خپلې شخصي ګټې ومني.
دا سپین ږیری، ولسمشر محمد اشرف غني دی چې لکه د فولادو غوندې له ټولو کږلیچونو تیریږي او له لکه غر غوندې هر بحران ته ولاړ دی او له افغانانو او افغانستان دفاع کوي.
د دې سپین ږیري ولسمشر ملاتړ پکار دی چې افغانان ارمانونو ته ورسوي او دښمن یې داسې نابود کړي چې بیا د افغانستان د ویجاړۍ لپاره پلان کدرې هم جوړ نه شي کړلی، د افغان ملت ملاتړ د دې سپین ږیري ولسمشر روحیه او ملا نوره قوي کوي او په لا ډيره انرژۍ به لا نور پرمختګونه منځ ته راوړي او تر دې لوی ننګونې به له منځه یوسي.

Comments

Leave a Reply