سپینه ماڼې به نن پاکستان پر وړاندې خپل نوې دریځ اعلان کړي

comments 0

هندوکش – امریکا: له هغه وروسته چې امریکا پر پاکستان خپل ۲۲۵ ملیونه ډالره نظامي مرستې وځنډولې سپینې ماڼې ویلي چې په راتلونکي ۲۴ ساعتونو کې به پاکستان پر وړاندې خپل نوې دریځ اعلان کړي.
دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې د امریکا ولسمشر دونالد تړمپ پر پاکستان اقتصادي محدودیتونه هم وضع کړي وو.
د سپینې ماڼې ویاندې سارا سندر یوه خبري کنفرانس کې وویل، د امریکا دغه دریځ یو له هغو دریځونو ده چې تیر کال ولسمشر دونالد تړمپ په خپلې تګلارې کې ورته اشاره کړې وه.
آغلې سندر وویل، تړمپ ویلي وو، که پاکستان مونږ سره همکاري ونکړي نو مونږ مجبور یو پر پاکستان خپلې مرستې کمې کړو.
سندر وویل، مونږ پوهیږو چې پاکستان تردې ډیر فعالیتونه کولاې شي خو مونږ غواړو چې پاکستان عملا خپلې خاوړې کې ترهګرو پر وړاندې لاس په کار شي.
فکور نعیمي

Comments

Leave a Reply