سټولتنبرګ: د ناټو غړي هېوادونه افغانستان ته مسوول دي

comments 0

هندوکش – ناتو: د ناټو سرمنشي د ناټو غړو هېوادونو باندې غږ کړی چې په افغانستان کې د ټولو ترهګریزو ګواښونو له امله د ناټو غړي هېوادونه مسوول دي او باید خپل مسوولیت ادا کړي.
ینس سټولتنبرګ ویلي چې امریکا او د ناټو غړي هېوادونه یوولس کاله کیږي د ترهګرو د له منځه وړلو لپاره افغانستان ته تللي، خو لا هم ترهګري زیاته ده او هره ورځ د افغانانو ژوند ګواښي.
د ناټو سرمنشي ویلي چې باید د ناټو غړي هېوادونو له افغانستان سره د امنیت او ثبات برخې کې نوې ژمني وکړي او هغه ګواښونه چې اوس افغانان ورسره مخ دي له منځه یوسي.
د ناټو سرمنشي ټینګار کړی چې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره اړتیا ده چې د افغان ځواکونو ظرفیت نور هم لوړ شي او په هره برخه کې یې لاسنوی وشي.
فکورنعیمي

Comments