سي ای اې: طالبان د سولې په هوکړه د عمل نیت نه لري

comments 0

هندوکش ــ امریکا: امریکايي استخباراتو خبر ورکړی چې طالبان د سولې په تړون د عمل کولو نیت او پلان نه لري.
د امریکا این بي سي تلویزون د دریو لوړ پوړو امریکايي استخباراتي چارواکو له قوله ویلي، طالبان د سولې تړون ته له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو د وتلو د قبالې په سترګه ګوري او نیت لري چې د امریکا له وتلو وروسته پر افغان حکومت برید وکړي.
له امریکا سره د طالبانو د تېرې اوونۍ لاسلیک شوی سند دغه ډله مجبوروي چې ترهګرو ډلو ته به پناه نه ورکوي او که سرغړونه وکړي نو امریکايي ځواکونه به بیا پر افغانستان باندې برید وکړي.
خو لیدل کېږي چې دا هوکړه له د عملي پړاو په درشل کې د دواړو لوریو لخوا نقض شوې هم ده.
طالبانو له هوکړې وروسته پر افغان ځواکونو تاوتریخوالی زیات کړی او امریکايي لوري هم څو ورځې په هلمند کې طالبان په نښه کړل.
که څه هم د امریکا د باندنیو چارو وزیر مایک پمپیو وايي، طالبان د سولې هوکړې ته ژمن دي خو ویلي یې دي چې د تاوتریخوالي زیاتوالی ورته د منلو نه دی.
بلخوا طالبانو که څه هم ویلي چې د تاوتریخوالي راکمولو لپاره کار کوي، خو ویل کېږي چې دا ډله په خپلو ټولو جنګیالیو کنترول ساتلو کې پاتې راغلې او ځینې قومندانان یې د سولې تړون د ماتېدو په خاطر پر افغان ځواکونو بریدونه کوي.
فکور نعیمي

Comments