سویل ختیځ کې روان کال د طالبانو لپاره مرګونی و

comments 0

هندوکش – پکتیا: په پکتیا کې دوه سوه دری تندر قول اردو وایي ، روان کال کې یې د سویل ختیځ زون په اوو ولایتونو کې له پنځه زرو زیاتو وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې او لسګونه نور یې ژوندي نیول شوي.
تورن جنرال شعورګل پښتون چې د افغان امنیتي ځواکونو په ملاتړ جوړه شوې غونډه کې یې خبرې کولې وویل د خوست ، پکتیا ، پکتیکا ، لوګر ، غزني وردګ او بامیان ولایتونو کې وسله والو غوښتل چې یو شمیر ولسوالۍ ونیسي خو پر وینا یې افغان ځواکونو له پښو وغورځول .
د مالوماتو پر بنسټ سویل ختیځ زون کې دا مهال نهه زره وسله وال د افغان ځواکونو پر وړاندې جګړه کوي خو چارواکي وایي ، چې د هوایي او ځمکنیو عملیاتو په ترڅ کې به وځپل شي .
عمران احمدزۍ

Comments

Leave a Reply