هندوکش:د سویلي او شمالي کوریا د مشرانو تر منځ د راتلونکې سرمشریزې لپاره امنیتي تدابیر پیل شوي.
د سویلي کوریا پوځیان د سویلي او شمالي کوریا ترمنځ پوله کې د راتلونکې سرمشریزې د امنیت لپاره ځای پر ځای شول.
تېره میاشت د دواړو کوریاګانو چارواکو هوکړه وکړه چې د دواړو هېوادونو تر منځ سرمشریزه به د اپریل میاشتې په ۲۷ مه نیټه وشي.
دا له څه د پاسه یوې لسیزې وروسته لومړی ځل دی چې د یادو هېوادونو مشران سره مخامخ خبرو ته چمتوالی نیسي.