سومالیا کې چاودنې ۱۶کسان وژلي دي

comments 0

هندوکش – سومالیا: د سومالیا پولیس وایي، د یاد هېواد په پلازمینه موګادیشو کې د ولسمشرۍ ماڼۍ ته نږدې په دوو چاودنو کې ۱۶کسان وژل شوي دي.
یوه پوځي چارواکي ویلي، دا پېښه پرون رامنځته شوې او په قربانیانو کې سرتېري او ولسي خلک شامل دي.
د القاعده ډلې جلا شوې ډلې الشباب د یاد برید پړه پر غاړه اخیستې ده. الشباب په سومالیا کې د حکومت د نسکورولو لپاره له څو کلونو راهیسي جګړه پیل کړې ده.
محمد حنیف بیدار

Comments