سولې شورا پلاوی پاکستان ته ځي

comments 0

هندوکش – کابل: د سولې عالي شورا دارالانشا رییس د سې شنبې په ورځ پاکستان ته ځي.

د سولې عالي شورا ویاند سید احسان طاهري ویلي چې د سولې د دارالانشا رییس عمر داوود زی به هلته د پاکستان بهرنیو چارو وزیر او سیاسي او مذهبي رهبرانو سره وګوري.

د سولې عالي شورا ویلي چې د جدې ناستې لپاره کومه نېټه نه ده ټاکل شوې او تمه لري چې دغه ناسته به د افغانستان په ګډون جوړه شي.

د سولې شورا تمه لري چې د پاکستان سفر کې به د هغه هېواد چارواکي رښتنې همکارۍ ته وهڅوي.

له دې سره سولې شورا د جدي ناستې هم تمه لري چې د سولې پروسه کې به همکاري زیاته شي.

سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments