سولې شورا له نوماندانو غوښتنه کړې

comments 0

هندوکش – کابل: سولې شورا د ولسمشریزو ټاکنو له نوماندانو غواړي چې د سولې په تړاو خپلې مشورې ورسره شریکې کړي.
سولې شورا ویلي، ولسمشریزو ټاکنو ته د نوماندانو له مشورو پرته ورته د سولې او ټاکنو په تړاو هر ډول پرېکړه د منلو وړ نه ده.
د سولې شورا ویاند سید احسان طاهري ویلي، د سولې پروسه د افغانانو په لاس ده، نو باید له افغان مشرانو نظر او مشوره واخیستل شي.
له دې وړاندې ولسمشریزو ټاکنو ته ځينو نوماندانو هم د سولې بهیر د څرنګوالي په اړه څرګندونې کړې وې.
په دې اړه حکومت تر اوسه څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې یې ټینګار کړی و چې، د تل پاتې سولې په خاطر د سیاسي او جهادي مشرانو مشورو ته ځانګړې پاملرنه کوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments