سولې شورا: طالبان دې له خبرو تېښته نه کوي

comments 0

هندوکش – کابل: د سولې عالي شورا مشر کریم خیلي تېره ورځ له علماوو سره په مشورتي ناسته کې وویل چې د سولې عالي شورا د سولې لپاره هیڅ شرط نه لري او له علماوو یې وغوښتل چې نور د سولې جهاد اعلان کړي.
د سولې عالي شورا د دارلانشاء رییس اکرم خپلواک اوسنی فرصت د سولې لپاه مناسب یاد کړ، چې په وینا یې له دې وروسته به د راروانو سختو شرایطو له کبله سوله ناشونې شي.
طالبانو له افغان حکومت سره د خبرو پر ځای له امریکا سره مذاکراتو ته چمتوالی ښودلی، خو د سولې شورا مشر د یکشنبې په ورځ له علماوو سره په خبرو کې له طالبانو سره د تازه رسمي مذاکراتو لپاره د مقدماتي کارونو خبره وکړه.
د سولې عالي شورا د دارلانشا‌ء رییس اکرم خپلواک د دغه اندېښنو په تړاو نیوکه کوونکي چلنج کړل، خپلواک وایي، هغه کسان چې د سولې په تړاو نیوکه لري د سولې شورا به واک ورکړي چې طالبان په څه ډول د خبرو میز ته کینولی شي.
د سولې عالي شورا او علماوو دا غونده به دوه ورځې اوږده شي او په پای کې به د سولې په تړاو پرېکړه لیک چمتو کړي چې له دې وروسته د سولې ټنګښت لپاره له طالبانو سره څه وشي؟
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments

Leave a Reply