سولې شورا: سوله د تسلیمۍ په مانا نه ده

comments 0

94 Views

هندوکش – کندهار:د سولې عالي شورا وايي، سوله د طالبانو د تسليمۍ په مانا نه ده او طالبانو ته پکار ده چې د سولې له فرصتونو ګټه واخلي.
د سولې عالي شورا مشر کریم خلیلي چې کندهار ته د سولې په تړاو له قومي مشرانو سره د لیدنې لپاره تللی و، هلته یې له خلکو د سولې په تړاو همکاري وغوښته.
د سولې عالي شورا په دې غونډه کې وویل چې له دې وروسته به له وسله والو سره د سولې هڅې تر ډېره له کندهاره رهبري کېږي.
د سولې عالي شورا مشر کریم خليلي اوسنی وضعیت د طالبانو لپاره یو فرصت یاد کړی چې باید ګټه ترې واخیستل شي.
خو د غونډې یو شمېر نور برخوال بیا نړيوال د سولې پر وړاندې لوی خنډ یادوي.
غوښتنه دا وه چې د سولې پروسه کې د بهرنیو کړیو لاسونه لنډ شي.
د سولې عالي شورا همدا دول طالب وسله والو ته ګواښ وکړ، چې که د سولې وروستي فرصتونه له لاسه ورکړي له ولسي پاڅونونو سره به مخ شي.
ننگیالی کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments