سولې شورا د سعودي ناستې په تمه ده

comments 0

1155 Views

هندوکش – کابل: سولې عالي شورا د سعودي عربستان ناستې ته زیاته تمه لري چې پروسه به بریالۍ کړي.
د سولې عالي شورا وايي، راتلونکې اوونۍ به د افغانستان په تړاو د سعودي د ناستې کره نیټه مالومه شي چې د ۳۶ اسلامي هېوادونو غړی به په کې ګډون وکړي.
په دې ناسته کې به د افغان حکومت پلاوی هم ګډون وکړي او د اسلامي هېوادونو استازي به د افغان جګړې په تړاو خپل نظرونه ورکړي.
تر دې وړاندې په مالیزیا کې د افغان سولې په تړاو د دیني علماوو ناستې شوې وې چې په افغانستان کې یې جګړه ناروا یاده کړې وه.
ټاکل شوې د اسلامي هېوادونو دغه ناسته چې په سعودي عربستان کې د هغه هېواد په کوربتوب جوړیږي، د جګړې په اړه خپلې پریکړې هم شریکې کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments