سولې شورا د خلیلزاد سفر ګټور یادوي

comments 0

هندوکش – کابل: بل پلو د سولې شورا یو شمېر هېوادونو ته د زلمي خلیلزاد د تازه سفر پیل د سولې برخه کې د یوې پراخې اجماع د رامنځته کولو په تړاو ګټور ګڼي.

خو دا هیلې او خوشبینۍ داسې حال کې دي چې په دې وروستیو کې د افغان حکومت د امنیت شورا سلاکار حمدالله محب د خلیلزاد پر هڅو شک څرګند کړی و او ویلي یې و چې،  ښايي خلیلزاد د داسې یوې لنډمهالې ادارې د جوړولو په لټه کې وي چې مشري به یې پخپله کوي.

د محب دغه څرګندونې د امریکايي چارواکو له تندو غبرګونونو سره مخ شوې او آن دا چې له نوموړي سره یې خپلې اړیکې هم پرې کړې.

اوس به ولیدل شي چې خلیلزاد کابل ته په راتګ له افغان چارواکو سره په خبرو کې څه ډول ژبه کاروي؟

ایا خلیلزاد به نرمه او د لاساینې ژبه، که د خپګان او ګیلو ژبه وکاروي.

سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments