سوله یوه اسلامي، انساني او ټولنیزه اړتیا ده / وقارالله دیدار

comments 0

0 Views

د اسلام مقدس دین ټول منونکۍ دین دی چې دنړۍ ټولو مسلمانانوته یي دسولي اووروولی سپارښتنه کړي دانسان وینه یي دومره ارزښتناکه ګڼلی چې دیوانسان وژنه یي دنړۍ دټولو انسانانو وژني سره پرتله کړي پدی مانا چې کله یوانسان بل انسان وژني لکه دنړۍ ټول وګړي یي وژلي همدارنګه دیوانسان دژوند ساتنه یي دنړۍ دټولوانسانانو دژوند ساتنی سره پرتله کړي پدي مانا چې کله یوانسان دبل انسان دژوند پام ساتي اوهغی ته ارزښت ورکوی اوکله چې له ستونزو سره مخ شی او هغه وژغورل شی نو د ډیر اجراوثواب څښتن به شي چې پدي اړوند الله (ج) فرمایلی دی سورت المایده.
ژبا ړه : کله چې یوانسان بل انسان پرته له جرم ووژني لکه د نړۍ ټول وګړي یی وژلي وی اوڅوګ چې یوانسان دمرګ نه وژغوري لکه د نړۍ ټول وګړي یی ژوندی کړي وي . قرآن عظیم الشان پدي هکله یوټولنیز اوروزنیز حقیقت ښکاره کوي ځکه چې اسلامی ټولنه د یو کلي اویو وجود حیثیت لری کچیري د بدن یوغړي ته زیان ورسي نوټول بدن ناراحته کیږی نویوه ټولنه هم د خلکو څخه جوړه شوی اود یوي کورنۍ حیثیت لري نود یو بی ګناه انسان وژنه ټوله کورنۍ خواشیني کوي لدی امله قرآن کریم دغه موضوع ډیره ارزښتناکه ګنلي او د دي له پاره چې د یوانسان د ویني له تویدو مخنیوي وشي نوخپلو بنده ګانوته یي په سوله اوورورولی سپارښتنه کړي اوفرمایلی دی (الصلح الخیر) چې همدغه مبارک آیت اهمیت او ارزښت ته په کتو سره او په هیواد کې د څو لسیزو جګړو، ناخوالو او تباهیو د ختمیدو لپاره دی پایلي ته ورسیدل تر څو په هیواد کې د یوې تل پاتي سولې او ثبات د ټینګښت په موخه لمړي د هلمندي ځوانانو لخوا یو ولسي حرکت په لاره اوچول شو، چې دغه حرکت د سولې غږ اوچتولو لپاره له هلمند څخه کابل ته پلي حرکت شروع او د سلګونو کیلومترو واټن په وهلو کابل ته راورسید تر څو خپل افغان چارواکو، وسلوالو مخالفینو او هاند دا چې نړیوالې ټولنې ته ورسوي.
همدا رنګه په هیواد کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د هیواد له ګوټ ګوټ څخه په زرګونو تنه دیني علما د لویي جرګي په خیمه کې راټول او روانه جګړه یې په هیواد کې یوه ناروا او پر افغانانو یې د نورو لخوا ټپل شوي جګړه وبلله او د جګړي په ښکیلو ډلو یې غږ وکړ تر څو د ولس د هوسایني او آرامتیا لپاره اروبند وکړي، چې وروسته له هغه دولت د علماو دغې پریکړي ته د درناوې په موخه د وسلوالو طالبانو پر وړانډې اوربند اعلان کړ او طالبانو هم د حکومت دغې پریکړي ته د اختر په ورځو کې اوربند په اعلانولو سره مثبت ځواب ورکړ، چې د دولت او طالبانو دغه پریکړي څخه افغان ولس او نړیوالو هیوادونو په کلکه ملاتړ وکړ او د اوربند د غځیدو غوښتنه یې وکړه.
خو په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښټ په موخه د جمعې پر ورځ د مکې مکرمې امام شیخ سدیس د جمعې د لمانځه د خطبې پر مهال دوعا وکړه او نوموړي د سعودي پاچا ملک سلمان يادونه وکړه او زياته يې کړه چې سعودي عربستان په خپل ټول توان افغانستان کې ،د دايمي سولې او ثبات راوستو لپاره هلې ځلې ګړندۍ کړې دي نوموړي هيله وښوده چې په جګړه کې ښکيلې ډلې به د سولې په ټغر کښيني او په دغه هيواد کې به وينې بهول بس او د ورورۍ ژوند وکړي او د اختر په ورځو کې افغانستان کې د اوربند هرکلی وکړ او له دواړو لورو يې وغوښتل چې سولې ته د رسيدو لپاره اوربند وغځوي.
په مدينه منوره کې د نبوي مسجد ملا امام هم د خطبې پر مهال د مکې مکرمې ملا امام ته ورته څرګندونې کړې دي ،نوموړي هم هيله څرګنده کړې ده چې افغانستان کې جګړه ودريږي او سوله ټينګه شي.
دا چې د افغانستان ولس په دا څلور لسیزو کې د جګړي او تاوتریخوالي په اور کې سوځي نو په سرکې له دولت او وسلوالو مخالفینو او بیا د نړۍ له ټولو هیوادونو څخه غواړي چې په افغانستان کې د یو تل پاتي سولې او ثبات په راوستلو کې له هیڅ راز هلو ځلو څخه ډډه ونکړي.

Share this page to Telegram

Comments