سوله کې د ښځو ونډه مهمه ده

comments 0

هندوکش ـ کابل: د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له افغان میرمنو سره لیدنه کې ټینګار کړی چې د سولې په پروسه کې د افغان ښځو ونډه اړینه ده.
استازي زلمي خلیل زاد دا خبره تیره ورځ کابل کې له یو شمېر ښځینه فعالانو سره په کتنه کې وکړه او ډاډ یې وښود چې سوله کې به د میرمنو لاس ته راوړنې خوندي وي.
نوموړي تېره شپه په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د مدني ټولنې له مشرانو سره يې یوه عالي غونډه درلوده.
خلیل‌زاد د تېرو ۱۷ کلونو په لاسته راوړنو او پرمختګونو کې د افغان ښځو ونډه بې مخینې بللی.
خلیلزاد ویلي دي چې د افغان ښځو غږ باید واورېدل شي، حقونو ته يې درناوی وشي او په‌ دې برخه کې لاسته راوړنې باید خوندي وي.
خلیلزاد ډاډ ښودلی چې طالبانو به د سولې پروسه کې د ښځو حقونو او لاس ته راوړنو ته درناوی وکړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments