سوله د هر افغان د زړه ارمان دې/ سپوږمۍ پوپلزۍ

comments 0

سوله د پروردګارعالم لوی نعمت ده سوله د هر افغان هیله ده، سوله هغه ښکلی نوم دی چې په اورېدو يې زړونو کې لارې کېږي، دا نوم په سړي داسې خوږ لګيږي لکه يو تږی لاروی چې په ټکنده غرمه کې جل وهلی ګرځي او ناڅاپه يوه يخه چينه په مخ ورشي او په خپلو لپو کې ترې يخې او رڼې اوبه را واخلي او مخکې له څښلو خپله خوشحالي حس کړي.
سوله د ژوند هغه سپېڅلی نوم دی چې پرته له دې ژوند نه کېږي او نا ممکن دی، خو د دغه نوم په خوږوالي، لذت، ښکلا، ارزښت، مينه او قدر هغه څوک پوهېږي چې جګړو ځپلي وي، ټوک ټوک شوي وي، کډوالي يې ليدلي وي، کورونه يې جګړو لوټې لوټې کړي وي او خپل خواږه دوستان يې له لاسه ورکړي وي.
بېشکه دغه خلک چې د سولې په ارزښت، ښکلا او لذت پوهېږي افغانان دي.
ولې افغانان؟؟
په دې خاطر چې له لسيزو راهيسې د افغانانو داسې کور به نه وي چې د جنګ قرباني شوی نه وي، داسې افغان به پاتې نه وي چې د غم خبر يې غوږونه نه وي لمس کړي، داسې پښتون به پيدا نه شي چې د جګړې د باروتو لوګی يې تر پوزو نه وي رسېدلی.
جګړې د عزت څښتنان بې عزته کړل، داسې خويندې او مېندې يې سرتورې کړې چې خپل ورور هم سرتورې نه وي ليدلې، داسې پېغلې يې فقر ته کښېنولې چې چا يې ټکری هم نه و ليدلی.
داسې ټولنه چې څو نسلونه يې په جګړه کې رالوی شول، کلونه کلونه خويندې بې وروره شوې، مېندې بې زامنو شوې، ښځې بې خاونده شوې، ماشومان بې پلاره شول، خود به د سولې په ارزښت پوهېږي.
زموږ د ټولنې خلک د سولې په ارزښتونو ښه پوهېږي، زموږ خلک په دې هم پوهېږي چې سوله د اسلاميت او انسانيت غوښتنه ده، سوله د ژوند لار ده، سوله ايمان دی، سوله کول عبادت او د خدای ج قراني حکم دی.
زموږ د هېواد خلک سولې ته تږي دي، زموږ خلکو د سولې لپاره پنځه وخته لمانځه کې خدای ج ته لاسونه لپه کړي دي، افغانانو چې له هرې لارې توانېدلي دي همدا غوښتنه يې کړې ده چې موږ سوله غواړو، همدا يې ويلي دي چې: «جنګ دې ورک شي، موږ سوله غواړو.»
زموږ خلکو پرته له شکه چې سوله غوښتې ده، خو سولې ته نه دي پرېښودل شوي، موږ دومره بدبخته خلک يو چې خپلې روغې جوړې ته مو څوک نه پرېږدي، زموږ بدبختي دا ده چې هغه کسان هم سم نه شو پېژندلی چې موږ د سولې په نوم د جګړې کندې ته ور ټېل وهي.
زموږ ستونزه دا ده چې ناپوهه يو. موږ سره له دې چې سوله پېژنو، د سولې له شيرين خوند خبر يو. دا هم منو چې سوله د خدای ج امر دی، خو تر اوسه مو په دې فکر نه دی کړی چې سوله څنګه وکړو، څنګه ممکنه ده چې سوله وشي، سوله څنګه راځي!!؟؟
له لسيزو تېرېدو وروسته، له کلونو کلونو پس، موږ هره ثانيه، هره دقيقه، هر ساعت، هره ورځ، هره شپه، هره اوونۍ، هره مياشت او هر کال سولې ته انتظار کړی دی، موږ جګړو دومره ستړي کړي يو چې د سولې نوم راباندې لکه پر زخم د ملهم پټۍ داسې لګيږي، موږ باندې د سولې نوم داسې خوږ لګيږي لکه په يو انسان چې په ژوندوني د جنت زېری وشي، نو سوله لکه د جنت زېری.
سوله رښتيا هم چې جنتي نوم دی، سوله د خدای ج له لوري لورينه ده، سوله د ايمان نښه ده، سوله د اسلاميت او انسانيت ستره غوښتنه ده.
نو بناءً دا چې د افغان سولې په اړه، چې کومې خبرې تر سره کېږي، د همکار هېوادونه په ځانګړي ډول امريکا دې وسله وال طالبان او افغان حکومت مخامخ خبرو ته کېنوي.نو بايد اصلي لوری افغان حکومت او وسله وال طالبان وي، ځکه چې که هر لوری راضي نه وي د سولې خبرې بیا ځڼدېدلی شي، نو دا چې بين الافغاني سولې لپاره افغانان هرډول قربانۍ ته چمتو دي، سوله باید په هرصورت کې وشي، تر څو د میلیونونو عامو وګړو هغې هیلې نامراده نه شي چې د دې پروسې نتائجو ته یې لري او یوازینۍ آرزو یې په خپل هیواد کې له خپل ارزښتونو سره د برابر ژوند تیرول دي.ځکه، چې له لسيزې زياتې جګړې خلک سخت ودردول او د سولې تږي دي.

Comments