سوشما سراج:هند د افغانستان اقتصادي رغونې ته ژمن دی

comments 0

هندوکش – هندوستان: هندي رسنۍ (ټایمز آف انډیا) لیکي چې د هند د بهرنیو چارو وزیرې تیره ورځ د سیمې هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې ویلي چې، هند د افغانانو په مشرۍ د سولې بهیر ملاتړ کوي.
ټایمز اف انډیا لیکي اغلې سراج دا هم ویل چې په هند، مینځنۍ اسیا او افغانستان کې ټولنې زغمناکې دي او هرې عقیدې ته درناوی لري خو کرکې ته- چې په وینا یې ترهګرې یې خپروي- په دې ټولنو کې ځای نشته او موږ باید دا پوښتنه مطرح کړو چې دا ترهګر څوک دي، څوک یې مالي ملاتړ او ساتنه کوي؟
دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې هم هند په افغانستان کې ډیرې اقتصادي پروژې پلي کړې او افغانستان سره یې په هر اړخیزو همکاریو کې صداقت ښودلې دې.
محمد حنیف بیدار

Comments