سوریې کې په بیلابیلو بریدونو کې دوه شپیتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښټې ده

comments 0

هندوکش – سوریه: د سوریې ځایي رسنۍ لیکي چې په هوایي بریدونو کې په جنوبي ښار السویدا کې دننه او شاوخوا سیمو کې لسګونه کسان وژل شوي دي.
په سوریه کې د بشري حقونو د څار اداره بیا وایي، د سوریې د امنیتي ځواکونو په ګډون لږ ترلږه ۳۲ تنه په دې بریدونو کې وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي.
د رسنیو په وینا، یوه انتحاري حمله په یوه ګڼه ګوڼه مارکیټ کې وشوه او دوه نور کسان چې احتمالاً برید کوونکي وو مخکې تردې چې برید وکړي د امنیتي ځواکونو له خوا وژل شوي دي.
د سوریې دولتي ټلوېزیون دغه راز وایي، د اسلامي دولت ډلې وسله والو د السویدا ښار په شمال ختیځ کې پر درېیو کلیو بریدونه کړي دي.
د ولسمشر بشارالاسد حکومتي ځواکونو په دې وروستیو کې په دې سیمه کې ځینې سیمې له وسله والو یاغیانو نیولي دي او اوس هم عملیات روان دي چې دا سیمه له داعش وسله والو پاکه کړي.
محمد امان دوران

Comments