سوریې کې هوایي برید ۵۳ کسان وژلي دي

comments 0

هندوکش – سوریه: سوریې کې رسنۍ وایې چې اتارب ښار کې یو ناڅرگند هوايي بريد له امله ٥٣ کسان وژل شوى چې ماشومان هم پکې شامل دي.
یاد ښار حلب لمن ته پروت یو امن ښار دې چې تردې وړاندې ناجنګې سیمه هم اعلانه شوې وه.
د رسنیو په وینا تر اوسه معلومه نه ده چې دغه برید د سوریې حکومت کړې که د مسکو اتحاد غړو.
دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې هم ملکي خلک د روسیې او ایران ناڅرګنده هوایي بریدونو له امله وژل شوي دي.
محمد امان دواران

Comments

Leave a Reply